د افغان او پنجابي جګړه ادامه لري
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                    

که څه هم د ډیورند استعماري کرښې پر سر د افغانستان او پنجاب ترمنځ شخړه چې د نورو شخړو منځټکی جوړوي لکه د کشمیر او بنګله دیش پر سر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د شخړو په څېر په سنګراو مورچل توده جګړه چې هغې کې د ارواښاد عبدالولی خان په وینا د پاکستان د الوتکو په وړاندې الوتکې ، د ټانکونو په وړاندې ټانکونه او د پیاده لښکر پروړاندې پیاده لښکر په څو جنګي جبهو کې سره مخامخ شوې وي تر بریده نه ده ، خو دې شخړې د پاکستان له جوړېدو راهیسې هیڅکله هم یوازې د سړې جګړې مفهوم نه دی لرلی او يو ډول توده جګړه يي ګڼلی شو .

د پاکستان څه دپاسه ۶۰ کلن تاریخ ، جوړښت او ژوند ټول، له افغانستان سره په تربګنیو ، شخړو او جګړو تېر شوی او اوس هم ادامه لري .

نن بیخي پنجاب ، افغانستان سره په توده جګړه کې ښکېل دی !

پخوا سیمه ییزو ګاونډیانو او نړیوالو د افغان خاورې او ډیورند پر کرښه د افغان او پنجابي ترمنځ شخړه اوجګړه، کله د سوسیالیسي او امپریالیستي کمپ ترمنځ د شخړې تر نوم ؛ کله د پخواني شوروي اتحاد او امریکې تر منځ د لانجې ؛ کله د اسلام او کفر ترمنځ د جګړې ؛ راوروسته د ایران او امریکې ترمنځ د ناندریو او همداراز یوخوا د چین ، روسي او ایران او بلخوا د لویدیځ تر منځ د شخړې او جګړې تر سیورې لاندې کتلې، خوکه دا ټولې طرحې تر یوه بریده ریښتیا هم وګڼو بیا هم اصلي ستونزه او جګړه د افغان او پنجابي تر منځ جګړه ده چې په سیمه کې نورې شخړې او جګړې د هغې پر محور راڅرخي .

ستونزه د ډیورند استعماري او تپلې کرښه ده ، جګړه د دې کرښې او د کرښې پر شاوخوا د لروبر افغان او بلوڅ وروڼو سره د تاریخی برخلیک پرسر د پنجاب او د هغه د ملاتړو لخوا مخې ته بیول کیږي .سیمې ته اشر شوي هیوادونه ، دولتونه ، تنظیمونه ، لښکرې او جبه خانې یوخوا د افغان او بلخوا د پنجاب په ملاتړ د دریځونو د نیولو خبرې کوي او لوبه له یوه پړاوه تربل پړاوه لاپيچلې کیږي خوشخړه چې د ډیورند کرښه ده پرځای پاتې ده .  

په څه دپاسه ۶۰ کلونو کې د سیمې د ښکېلو او اشر شویو هیوادونو ، دولتونو او ایله جاري ډلو ټپلو په دریځونو ، موخو او سیاستونو کې د افغان او پنجابي د ملاتړ پرسر ادلون بدلون راغلی، خو ستونزه په همغه پخوانۍ بڼه پاتې ده او د بشپړ حل لپاره يي تر اوسه په زغرده اقدام نه دی شوی .

د ۱۹۹۲ کال څخه مخکې افغان دولتونو په یوه یا بله بڼه ، پنجاب سره د شخړې د حل لپاره د ناپييلو هیوادونو ، د هغه مهال د سوسیالیستي ملکونو او پخواني شوروي اتحاد ملاتړ ته سترګې نیولې وي او پنجاب بیا د امریکا په مشرۍ لویدیځ او عربي نړۍ ته د ملاتړ لپاره ځولۍ غوړولې وه . سیمه کې هغه مهال هم دوښمني د افغان او پنجابي وه ، خبره هم د ډیورندکرښه وه خو د افغان او پنجابي د جبهو شا ته سیمه ییزو او نړیوالو دوښمنو او سیالو لورو د دې شخړې پر سر د ټوپک خوله افغانانوته  اړولې وه . که د لویدیځ او ختیځ شخړه په اروپا کې وه او هلته يي یو بل ته اتومي توغندي مخامخ کړی وو ، خو جګړه هلته ونه شوه او د غیږنیوي ( پهلوانۍ ) عملی ډګر يي د ډیورندکرښې شاوخوا غوره کړ چې دې نړیوال غویمنډ کې يي لروبر افغان دل او ګټه ټوله پنجاب ته ورسیده .

د کفر او اسلام په نوم جګړه هم د ډیورند پر کرښه او د افغان او پنجابي تر منځ په تاریخي شخړه راڅرخي . افغانستان کې دولتونه تل د اسلام سپيڅلي دین احکامو ته ژمن پاتې شوي او اسلامي شریعت جاري پاتې شوی . افغان دولتونو کې اسلام هیڅکله هم لکه په پنجابي دولتو کې خوار، ذلیل او نیمګړی نه دی پالل شوي .

د خندا وړ دا ده چې پاکستان او هلته روزل شوې اسلامي ډلې د شریعت په اړه  پر افغان دولتونو ، چې تل په اسلامي شریعت پریکړې کوي او شریعت دلته تل جاري دی، نیوکه کوي خو دوی بیا دا نیوکه د پاکستان پر دولت چې هلته هیڅکله هم شریعت نه و، نه کوي او چوپه خوله پاتې کیږي !

له القاعده ، شمالي افریقا ، اندونیزیا او د ټولې نړۍ د اسلامي مذهبي توندلارو څخه اشر هم  پنجاب ، د ډیورندکرښې د نړیدنګ د مخنیوي او د افغان دولت په مقابل کې د پنجابي اسلام کلا د پیاوړتیا لپاره ترسره کړ .

پنجاب د افغانستان پر هر واکمن نظام د کفر ټاپه لګوي ، د ولسمشرکرزي په وینا که د مکې شریفي خادم هم پر کابل واکمن شي ، پنجاب يي نه مني او د کفر ټاپه به پرې خامخا لګوي .

په پاکستان کې پالل شوی مجددي چې کابل کې واکمن شو ، پنجاب ونه مانه او د هغه په وړاندې يي د جهاد نغاره توده وساتله . د کرزی په مشرۍ دولت هم د پنجاب په نزد کافردی او په وړاندې يي جهاد خپله فریضه ګڼي .

بلخوا که هرڅوک افغانستان سره مرسته کوي او له افغانانو ملاتړ کوي ، د پنجاب په حکم چې مذهبي توندلارې او خرڅ شوي ملایان يي تر جادو لاندې دي ، د کافر په نوم تورن کیږي او بیا ورسره جهاد اعلانیږي . له ۱۹۹۲ مخکې حکومتونو سره يي په دې نوم جهاد اعلان کړ چې بویه له شوروي اتحاد څخه مرسته ترلاسه کوي ، خو خپله د کافر لویدیځ ترڅنګ ولاړ و او د هغو په مرستو يي جهاد مخې ته بیوه . نن چې د پنجاب زاړه یاران لویدیځوال د افغانستان مرستې ته رادانګې ، پنجاب پرونیو خپلو مخالفو کفري یارانو ته پنا وړي او د لویدیځوالو په وړاندې چې افغانستان ته د مرستې لپاره ځان ژمن بولي، جهاد اعلاموي .

هرڅوک چې د افغانستان ملاتړي او مرستندوی وي ، د پنجاب په حکم کافر او جهاد ورسره فرض دی !

په روستیو ټولو پارونو او د ساده زړو افغانانو په لمسولو کې د ای ایس ای لاس، تر څنګلو پورې په چلوټو او دسیسوککړ دی . که د افغانانو سپیڅلي مذهبي اندیښنې یوې خواته کړو ، په هر مذهبي شرغوبل کې د پاکستاني جمعیتیانو ، مولاناګانو ، مدرسو او د شریرو پوځیانو او استخباراتو ونډه بوټلې او څو چنده ده .

په افغانستان کې د هرې ورانۍ او ویجاړۍ ترشا، پنجاب لنګ تړلی ولاړ دی . افغانستان کې د ابادۍ هره خښته، پنجاب د ځان پر سر ګوزار بولي .

د پنجاب ټوله هڅه دا ده چې څنګه پر افغانستان راماتې مرستې، د افغانانو له لاسه قپ کړي . څنګه د نړۍ او افغانانو اړیکې شنډې کړي . څنګه نړۍ سره د افغانانو د تړونونو مخه ونیسي او افغانستان په نړیواله کچه ګوښه کړي !

پر کابل د افغان د پیاوړي ملي دولت بسیا ، پنجاب سیمه کې د خپلو ملیتاریستي او شوونیستې موخو په وړاندې خنډ بولي . د همدې ستراتیژیو د پلیتابه لپاره خپل پوځ کافي نه بولي او مذهبي توندلارې ، القاعده ، طالبان او نور بدماشان باید ولري چې د پوځ تر څنګ يي وجنګوي .

روستیو ورځو کې تر نړیوال فشار لاندې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو دا څرګندونې چې پاکستان نور افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو ( strategic depth  ) په سترګه نه ګوري او غواړې چې د پوځي لارو پرته داسې موخې ته ورسیږي ، د پخوانیو ترخو تجربو پر بنسټ یوازې د پاکستان دوه مخې سیاست او منافقت ګڼلای شو او د هیڅ ډاډ وړ نه دي .

له هر راز څرګندونو مخکې باید پنجاب په عملي ډول په پاکستان کې د ترهګرو اډې وتړي او افغاني ترهګر افغان دولت ته په لاس کې ورکړي .     

ترڅو چې سیمه کې پنجاب برلاسی وي ، ترڅو چې د ډیورندکرښې اساسي حل راونوځي ، افغانستان کې به هیڅکله سوله او امن رانشي او افغانان به هیڅکله د ارامۍ او هوساینې سا وانخلي !

افغانان باید پنجاب سره د مقابلي او سپيناوۍ لپاره خپلمنځي اختلافات یوخواته کړي او د راسته راغلو امکاناتو څخه، پنجاب سره د خپلې تاریخي شخړې او جګړې په حل کې ګټه پورته کړي .

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۵ مه

 


March 5th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی